کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو عملیات کړی

11 اسد 1397 ساعت 20:35



ویل کیږی، لوګر کې  افغان امنیتي ځواکونو عملیات کړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د یاد ولایت د پولیسو ویاند شاپور احمدزي نن ورځ په دی اړه ویلی دی، د یاد بریدینو ۸  تنه د دولت مخالفینو وژل شوي دی او ۳ نور یې ژوندي نیولي دي.
دوی زیاتوی، چې یاد عملیات پرون شپه د صفر یک قطعې د ځواکونو له خوا تر سره شوي دي.
دوی وویل، چې د صفر یک قطعې ځواکونو د لوګر مرکز پل علم اړوند، بابوس په سرسنګ او الوزیو کلیو کې بریدنو تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ژوندي نیول شوي دي.
هغوی وایی، په یاد عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۷ عرادې موټر سایکلونه او یو موټر هم له منځه وړل شوی دی.
خو تر اوسه یاد وسله والو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.


د مطلب کود: 168264

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168264/لوګر-ولایت-کې-افغان-امنیتي-ځواکونو-عملیات-کړی

آوا
  https://www.avapress.com