دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۳۵
د مطلب کود : 168264
لوګر ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو عملیات کړی

ویل کیږی، لوګر کې  افغان امنیتي ځواکونو عملیات کړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د یاد ولایت د پولیسو ویاند شاپور احمدزي نن ورځ په دی اړه ویلی دی، د یاد بریدینو ۸  تنه د دولت مخالفینو وژل شوي دی او ۳ نور یې ژوندي نیولي دي.
دوی زیاتوی، چې یاد عملیات پرون شپه د صفر یک قطعې د ځواکونو له خوا تر سره شوي دي.
دوی وویل، چې د صفر یک قطعې ځواکونو د لوګر مرکز پل علم اړوند، بابوس په سرسنګ او الوزیو کلیو کې بریدنو تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ژوندي نیول شوي دي.
هغوی وایی، په یاد عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۷ عرادې موټر سایکلونه او یو موټر هم له منځه وړل شوی دی.
خو تر اوسه یاد وسله والو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcce4qs02bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته