کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ کې د طالبانو ډلمشرانو په ګډون ۵۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 اسد 1397 ساعت 11:16

په کونړ ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو جګپوړو ډلمشرانو په ګډون ۵۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي چې وسله وال مخالفینو ته د کونړ ولایت په آسمار او غاز اباد ولسوالیو په مربوطاتو کې د قهرسیلاب دوه نمبر(۶) په نوم د ګډ جګړه ییزو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د وسله والو په وړاندې عملیات د توپچی اوهوایې قواوو په ملاتړ د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دوهمې پلې لوا په مشری تېره شپه پیل شوی.
د سیلاب قول اردو په وینا، د عملیاتوپه ترڅ کې د وسلوالوطالبانو د۳ تنو مهموغړو په ګډون ۵۱ تنه مخالفین وژل شوي.
سیلاب قول اردو وایي په وژل شویو کې د اسمار لپاره د طالبانو نومول شوی نظامي مسئول سلطان محمد، د اسمار ولسوالی لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوالی مولوی حضرت علي او غاز اباد لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي عمران غازی هم شامل دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه وسله وال سخت ټپیان شوي، ۱ میل دهشکه او۱ میل (۷۵) ملی متري توپ له منځه وړل شوي او د وسله والو یوشمیرموضع ګانی اوپټنځایونه په پوره توګه ویجاړشوي دي.


د مطلب کود: 168305

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168305/کونړ-کې-د-طالبانو-ډلمشرانو-په-ګډون-۵۷-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com