دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 168305
کونړ کې د طالبانو ډلمشرانو په ګډون ۵۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
په کونړ ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو جګپوړو ډلمشرانو په ګډون ۵۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي چې وسله وال مخالفینو ته د کونړ ولایت په آسمار او غاز اباد ولسوالیو په مربوطاتو کې د قهرسیلاب دوه نمبر(۶) په نوم د ګډ جګړه ییزو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د وسله والو په وړاندې عملیات د توپچی اوهوایې قواوو په ملاتړ د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دوهمې پلې لوا په مشری تېره شپه پیل شوی.
د سیلاب قول اردو په وینا، د عملیاتوپه ترڅ کې د وسلوالوطالبانو د۳ تنو مهموغړو په ګډون ۵۱ تنه مخالفین وژل شوي.
سیلاب قول اردو وایي په وژل شویو کې د اسمار لپاره د طالبانو نومول شوی نظامي مسئول سلطان محمد، د اسمار ولسوالی لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوالی مولوی حضرت علي او غاز اباد لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي عمران غازی هم شامل دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه وسله وال سخت ټپیان شوي، ۱ میل دهشکه او۱ میل (۷۵) ملی متري توپ له منځه وړل شوي او د وسله والو یوشمیرموضع ګانی اوپټنځایونه په پوره توګه ویجاړشوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuvazwt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته