کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې طالبانو یو پولیس او هغه زوی تیرباران کړي دی

14 اسد 1397 ساعت 11:11

هرات امنیتی سرچینی وایی چی طالبانو یو پولیس سرتیری او زویی یی د شنبه ورځې په مازدیګر تیرباران کړی دی.



د آوا په ګزارش سره، سید احمد محمدی؛ د هرات پولیسو ویاند وویل چی دا سرتیری جمعه نوم لری او هغه وخت چی کورنۍ یی د اوبه ولسوالی روغتون څخه کور ته لیږدول، د دشت اسفرز په سیمه کې د طالبانو کمین سره مخ شو
هغه زیاته کړه چی طالبان په ډزو سره دا سرتیری په قتل ورساوه او زوی یی هم په دی پيښه کې ټپی شو.
د ښاغلی محمدی په وینا، ددی سرتیری زوی د سخت وضعیت له امله چی درلود، په روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړه.
هرات پولیس وویل چی ددی سرتیری د ترور عاملینو د نیولو لپاره تجسسی پراخ عملیات د اوبه په ولسوالی کې شروع کړی دی.
اوبه د هرات د ناامنو ولسوالیو څخه شمیرل کیږی.


د مطلب کود: 168372

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168372/په-هرات-کې-طالبانو-یو-پولیس-او-هغه-زوی-تیرباران-کړي-دی

آوا
  https://www.avapress.com