کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امريکا کاليفورنیا کې د الوتکې لوېدلو ۵ تنه وژلي

16 اسد 1397 ساعت 11:15

د امریکا د کاليفورنیا په جنوب کې يوه وړه الوتکه د موټرو پر تمځای لوېدلې چې لږترلږه ۵ تنه پکې وژل شوي دي.





پېښه په سانټا آنا ښار کې د جان واين هوايي ډګر په دوه کيلومترۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د اطفائيې یوه چارواکي ویلي، الوتکه د هوايي ډګر پر لورې روانه وه چې ويې نشو کړای هوايي ډګر ته ځان ورسوي.

تر پېښې و روسته سیمې ته د اطفائيې کارکونکي او پولیس رسېدلي، د الوتکې لوېدلو د موټرو تمځای کې څوک ټپیان کړي نه دي.

د پيښي تصويرونه ښيي چې تمځای کې څو ګاډي ویجاړ شوي دي.

د امریکا د فدرال هوايي چلندادارې ویلي چې د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.


د مطلب کود: 168475

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168475/د-امريکا-کاليفورنیا-کې-الوتکې-لوېدلو-۵-تنه-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com