کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا کې د پاکستانیانو په ګډون تر ۷۰ زیات وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 اسد 1397 ساعت 16:46

د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو او احمد خېلو ولسوالیو په مربوطاتو کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې تر ۷۰ زیات وسله وال مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په جنوب ختېځ کې د افغان پوځ سرچینې وایي په وژل شویو کې یو شمېر پاکستان اتباع هم شامل دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي چې د ۲۰۳ تندر قول اردو جزو تامونو د پکتیا ولایت آریوب ځاځیو او احمد خېلو ولسوالیو د سکندرخیلو، ترکاڼو، خیرمېنه او هستې په سیمو کې د وسله والو مخالفینو یو ډلیز برید چې په درنو وسلو (زیکویک، دهشکه، هاوان) سمبال وو په شا وتمباوه چې د برید په پایله کې ۲۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دښمن مړو جسدونه په سیمه کې پاتې دي او په وژل شوو کې پاکستاني اتباع هم شامل دي.
تندر قول اردو وایي، د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې له وسله والو مخالفینو سره په نښتو کې ۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان دي


د مطلب کود: 168632

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168632/پکتیا-کې-د-پاکستانیانو-په-ګډون-تر-۷۰-زیات-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com