کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د انتخاباتو د کمېسیون دفتر ته نېږدې ځانوژونکې حمله شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 اسد 1397 ساعت 14:42

په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دفتر ته نېږدې نن د یوې ځانوژونکې حملې په نتیجه کې د لومړنیو معلوماتو له مخې، دوه پولیس وژل شوي او یو تن ټپي دی.


دغه حمله داسې مهال شوې چې د دې دفتر مخې ته د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو له وروستي لېست څخه د یوه ایستل شوي کاندید مولوي ترخېل محمدي پلویان د اعتراض په توګه راټول شوي وو او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دروازې یې تړلې وې.
د انتخاباتو چارواکو ویلي چې نوموړی له غیرقانوني وسله والو ډلو سره د اړیکو په تور د کاندیدانو له وروستي لېسته ایستل شوی دی.
مولوي تره خېل محمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې تأیید کړه چې د انتخاباتو د دفتر دروازه د ده پلویانو د دې لپاره تړلې وه چې د انتخاباتو کمېسیون باید دا ورته واضح کړي چې د کومو کره شواهدو له مخې یې د ده نوم د کاندیدانو له وروستي لېسته ایستلی دی


د مطلب کود: 168817

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168817/په-کابل-کې-د-انتخاباتو-کمېسیون-دفتر-ته-نېږدې-ځانوژونکې-حمله-شوې

آوا
  https://www.avapress.com