کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښار خونړی ځانمرګي برید په اړه د داعش ډلې ادعاوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 اسد 1397 ساعت 14:38

په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش خراسان د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې یې د تیرې ورځې ځانمرګي برید مسئولیت په خپله غاړه اخیستی دی.



د داعش  په یوه بیان کې ویلي، چې د داعش ډلې اړوند یوه ځانمرګي پرون په پلازمينه کابل ښار کې یې د شیعه ګانو په یوه سیمه کې برید ترسره کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې یوه ځانمرګي بریدګر تېره ماښام ناوخته د کابل ښار په لویدیځ په دشت برچي سیمه کې یوه ښوونیز مرکز په نښه کړه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي تائیدوي چې د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي او د پیښې له ځای شاوخوا ۶۷ ټپیان روغتونونه ته ور وړل شوي.
وسله والو طالبانو د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې د کابل برید د وسله والو طالبانو پورې ربط نه لري.
د یادونې وړ ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې هڅې کوي ترڅو د هېواد په مهمو ښارونو او ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي.
د دوشنبې په ورځ هم د کابل ښار په ختېځ کې د ټاکنو کمېسیون دفتر ته څېرمه د ځانمرګي برید په ترڅ کې د پولیسو په ګډون یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
 


د مطلب کود: 168983

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168983/د-کابل-ښار-خونړی-ځانمرګي-برید-په-اړه-داعش-ډلې-ادعاوې

آوا
  https://www.avapress.com