کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د خپلواکۍ ورځ ولمانځله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 اسد 1397 ساعت 12:23

د افغانستان د خپلواکی ۹۹ کلینه په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو او ښارونو کې یې د بېلا بېلو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.



ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد د خپلواکۍ د بیا اخیستو د  ۹۹یمې کلیزې په درناوي ملي دفاع وزارت کې د خپلواکۍڅلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي چې په دې مراسمو کې جمهوررئیس غني چې د ملي دفاع وزیر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي یې ملتیا کوله او د ملي پوځ سرتېري په منظمو لیکو کې د هېواد له درې رنګه بیرغ سره د درناوي په دود ولاړ وو، د بانډو ټیم ملي سرود غږاوه، د خپلواکۍ د بنسټګر اعلیحضرت غازي امان‌الله خان د هېواد د خپلواکۍ د معرکې د ټولو اتلانو، شهیدانو او غازیانوپه درناوي یې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو مراسمو کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د جمهوررئیس لومړي مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم، د هېواد مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي، د شاه امان‌الله خان لور شهزادګۍ هندیې، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د علماو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، د کابینې یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست سلاکارانو، د ملي شورا او سترې محکمې یو شمېر غړو، د وسله‌وال پوځ یو شمېر جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د دوستو هېوادونو یو تعداد سفیرانو او استازو ګډون درلود.
 


د مطلب کود: 169104

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169104/افغانستان-د-خپلواکۍ-ورځ-ولمانځله

آوا
  https://www.avapress.com