کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فراه یو شمیر سیمو کې پوځی عملیاتونه شوي

28 اسد 1397 ساعت 17:37

د فراه امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په یوشمېر سیمو کې پوځي عملیات د لسګونه وسله والو په مرګ ژوبله پای ته ورسېدل.



په فراه کې د ملي اردو د ۲ پلې لوا قوماندان ګدا محمد دوست نن یکشنبه خبریالانو ته وویل چې په دې عملیاتو کې د خاک سفېد، بکوا او بالابلوک ولسوالیو ځینې سیمې هم له وسله والو مخالفینو څخه پاکې شوې دي.
دی وایي:
"په دې عملیاتو کې چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت هوايي ځواک له موږ سره مرسته کوله، د مخالفینو ۵۱ وسله وال ووژل شول او ۳۲ کسان یې اسیران شول."
وسله والو طالبانو تراوسه د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
چارواکي وايي چې د وسله والو مخالفینو پرضد دا عملیات نېږدې یوه میاشت مخکې پیل شوي وو.


د مطلب کود: 169148

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169148/فراه-یو-شمیر-سیمو-کې-پوځی-عملیاتونه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com