کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بادغیس سیمه ایز پولیسو قطعاتو آمر طالبانو سره یوځای شو

2 سنبله 1397 ساعت 10:37

د ریپورتونو له مخې د بادغیس ولایت پولیسو قوماندی سیمه ایز پولیسو قطعاتو آمر تیره شپه(پنجشنبه) د پولیسو صف پريښی او طالبانو سره یوځای شوی دی.




د آوا په ګزارش سره، د بادغیس ولایتی شورا یو غړۍ ددی خبری تایید ترڅنګ ویلی دی چی دا آمر د خپل دوه تنو همراهانو او پنځه میله اسلحو سره طالبانو سره یوځای شوی دی.
محمد ناصر نظری؛ د بادغیس ولایتی شورا غړۍ وویل چی دا مامورین یو رنجر موټر هم د ځان سره وړی دی.
ښاغلی نظری د آمر اصلی انګیزی په اړه څه نه دی ویلي.
ویل کیږی چی په حاضر حال کې د سیمی په سلهاوو تنه اوسیدونکې د سیمه ایز پولیسو په چارچوکاټ کې د نورو امنیتی ځواکونو ترڅنګ په دی ولایت کې فعاله دی.
د یادولو وړ دی چی لومړۍ ځل، سیمه ایز پولیسو قطعات د خاصو امریکایی ځواکونو له لوری د بادغیس بالامرغاب او قادس ولسوالی کې مستقر شوی دی.
 


د مطلب کود: 169321

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169321/بادغیس-سیمه-ایز-پولیسو-قطعاتو-آمر-طالبانو-سره-یوځای-شو

آوا
  https://www.avapress.com