کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرویشیا ولسمشرې په بلخ کې د خپل هېواد له سرتېرو سره لیدلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 سنبله 1397 ساعت 16:49

د کرویشیا ولسمشره افغانستان ته راغلې وه او هلته یې د خپل هېواد له هغو سرتېرو سره کتلي چې دلته د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.



د کرویشیا رسنیو راپور ورکړی دی چې کلویندا ګرابر کیتاروچیک پرون په مزار شریف کې د کرويشیايي سرتېرو پوځي کمپ ته ورغلې وه.
مېرمن کیتاروچیک د خپل هېواد سرتېرو ته ویلي چې افغانستان، جنوب ختیځه اسیا او مرکزي اسیا لا هم له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي چې باید په وړاندې یې مبارزه وشي.
نوموړې د خپل هېواد سرتېرو ته ویلي چې په افغانستان کې د دوی دنده ددوی د خپل هېواد د امنیت له ساتلو سره مرسته کوي.
دا مهال په افغانستان کې تر سلو زیات کرويشیايي سرتېري د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.
 


د مطلب کود: 169390

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169390/د-کرویشیا-ولسمشرې-په-بلخ-کې-خپل-هېواد-له-سرتېرو-سره-لیدلي

آوا
  https://www.avapress.com