کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د چین یوه هوټل کې اور لګېدو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

4 سنبله 1397 ساعت 13:03

چارواکي وايي، د چین په شمال ختیځ هاربين ښار کې نن سهار وختي یوه هوټل کې اور لګېدلی چې لږترلږه ۱۸ کسان پکې وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.



د واکمن کمونيست ګوند د رسنیو څانګې په یوه بیان کې ویلي چې د پيښي د لامل په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.
د چین رسمي خبري اژانس راپور ورکړی،  اور نن سهار په ځايي وخت  ۴:۳۶ د هوټل په څلور پوړيزه ودانۍ کې بل شو چې ۴۰۰ متره مربع سیمه يې وسوځوله او تر ۳ ساعتو وروسته اور غلی کړای شو.
د سیمه ييزو چارواکو په خبره، اوس هم په ودانۍ کې د ژغورنې عملیات روان دي.


د مطلب کود: 169438

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169438/د-چین-یوه-هوټل-کې-اور-لګېدو-لسګونو-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com