کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرويشیا ولسمشرې له افغانستان سره د اړیکو پر پیاوړتیا تاکید وکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 سنبله 1397 ساعت 17:59

د کرويشیا ولسمشرې له افغانستان سره د خپل هېواد د ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا تاکید وکړ.



د اجرائیه ریاست له خوا نن یکشنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کرويشیا ولسمشرې کولیندا ګرابار کیتاروویچ دغه ژمنه له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره نن په کتنه کې وکړه.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو مشرانو دغه راز د افغانستان د سولې، د انتخاباتو، د افغانستان د امن کولو لپاره د ترهګرۍ په وړاندې د سیمه ییزې همکارۍ، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ او د دې هېواد د سولې او امن د ټینګېدو په روانو هڅو کې د کرویشیا د سرتېرو د رول په اړه خبرې وکړې.
کرویشیا په اوس وخت کې په افغانستان کې له سلو زیات سرتېري لري.


د مطلب کود: 169466

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169466/د-کرويشیا-ولسمشرې-له-افغانستان-سره-اړیکو-پر-پیاوړتیا-تاکید-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com