کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جلال اباد کې د پاکستان قونسلګری وتړل شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 سنبله 1397 ساعت 10:30

په کابل کې د پاکستان سفارت وایي د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یې د پاکستان قونسلګری تړلې ده.



د پاکستان سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار والي حیات الله حیات د لاسوهنو له کبله په مرکز جلال اباد ښار کې یې د پاکستان قونسلګری تړل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د پاکستان سفارت د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي چې د قونسلګری په فعالیتونو کې یې د ننګرهار والي د حیات الله حیات د لاسوهنو مخه ونیسي او د تېر په څېر امنیتي تدابیر باید په پام کې ونیول شي.
د پاکستان سفارت له مخې، تر هغه چې د قونسلګری امنیتي ستونزې نه وي حل شوې، په جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسلګری ودانی به تړلې وي.
د افغان حکومت، بهرنیو چارو وزارت او د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
 


د مطلب کود: 169734

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169734/په-جلال-اباد-کې-د-پاکستان-قونسلګری-وتړل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com