کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کونړ ولایت کې امریکایی ځواکونو هوایی برید کې القاعدی ډلې څلور غړۍ وژل شوي

10 سنبله 1397 ساعت 22:58

د کونړ ولایت په مربوطاتو کې د امریکایي ځواکونو په هوايي برید کې د القاعدې شبکې څلور مهم غړي وژل شوي.



په ختېځ کې ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د القاعدې شبکې څلور غړي تېره ورځ د وټه پور ولسوالی په مربوطاتو کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په افغانستان کې میشت ائتلافي ځواکونو د وټه پور ولسوالی اړوند په خاکی بانډی په سیمه کې د القاعدې شبکې پر پټنځایونه هوایي بریدونه ترسره کړل چې په ترڅ کې د القاعدې څلور غړي وژل شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي ”د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکې تیره ورځ د کونړ ولایت وټه پور ولسوالی خاکی بانډی په سیمه کی د القاعده تروریستي ډلې په پټنځایونو هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۴ تنه د القاعده غړي هر یوحبیب الرحمن مشهور په ملک، سیداجان، نعمت الله او ملاجان وژل شوي دي. “
کونړ د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د کونړ  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 


د مطلب کود: 169817

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169817/په-کونړ-ولایت-کې-امریکایی-ځواکونو-هوایی-برید-القاعدی-ډلې-څلور-غړۍ-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com