کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی څرخي زندانیانو سره ژمنه کړي

22 سنبله 1397 ساعت 12:47

ولسمشر محمد اشرف غني د څرخي پله له زندانانو سره ژمنه کړې، چې د ټولو زندانیانو دوسیې به له سره وڅېړل شي.



د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون د څرخي پله په زندان کې د یو شمېر ودانیو د بنسټ اېښودلو په مراسمو کې د وینا پر مهال وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر غني له زندانیانو سره ژمنه وکړه چې دوسیې به یې د دویم ځل لپاره وارزول شي تر څو عدالت تطبیق شي.
ولسمشر غني څرګنده کړه چې د زندانیانو غوښتنې ارزول کېږي او د ښځینه زندانیانو په اړه وویل، د ښځینه زندانیانو دوسیو ته له سره کتنه کېږي، دغه راز د ښځینه زندانیانو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره لا زیاتې پاملرنې ته اړتیا ده.
د ارګ ماڼی لهمخې، جمهوررئیس غنې ولایتونو ته د یو شمېر زندانیانو د لېږد د وړاندیز په اړه وویل، په شفاف ډول دې د یوه واضح میکانیزم له لارې د زندانیانو لېږد ترسره شي، ترڅو د هیڅ زنداني حق ضایع نه شي.
د ولسشمر غنی په وینا پلاوي د زندانیانو قضیې د دویم ځل لپاره ارزوي او په اعدام د محکوم شویو زندانیانو په اړه د استاد دانش تر نظر لاندې یو پلاوی کار کوي.
 


د مطلب کود: 170671

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170671/ولسمشر-غنی-څرخي-زندانیانو-سره-ژمنه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com