کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاول منافورټ پرځان لګیدلی تورونه په دوو مواردو کې منلو لپاره موافقه کړي

24 سنبله 1397 ساعت 12:24

د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پخواني مشر پاول منافورټ پر ځان د لګیدولو تورونو په دوه مواردو کې په خپل جرم منلو موافقه کړې ده.



پر منافورټ د امریکا د ځانګړي څارنوال روبرټ مولر د تحقیقاتو دفتر د امریکا په وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسيي د مداخلې په قضیه کې تورونه لګولي دي.
د هغو اسنادو له مخې چې پرون محکمې ته سپارل شوي منافورټ د امریکا خلاف د دسیسې په قضیه کې او د عدلي او قضايی چارو د مخنیوي په دوه مواردو کې په خپل جرم اعتراف کول منلي دي.
خو روسیي بیا د امریکايي مقاماتو دا ادعا رد کړې ده چې مسکو د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې ده.


د مطلب کود: 170779

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170779/پاول-منافورټ-پرځان-لګیدلی-تورونه-په-دوو-مواردو-کې-منلو-لپاره-موافقه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com