د تانزانیا دولتي رسنيو راپور ورکړى چې په ويکتوريا جهيل کې د کښتۍ د چپه کېدو په پېښه کې تر ١٠٠ ډېر کسان مړه شوي دي.
تانزانیا کې د یوې کښتۍ د چپه کېدو له امله ۱۰۰ کسان وژل شوي
31 سنبله 1397 ساعت 10:37
د تانزانیا دولتي رسنيو راپور ورکړى چې په ويکتوريا جهيل کې د کښتۍ د چپه کېدو په پېښه کې تر ١٠٠ ډېر کسان مړه شوي دي.
د موانا سيمې والي جان مونګيلا نن سهار وويل، لږ تر لږه ٣٧ نور کسان ژغورل شوي دي.
تر سلو د زياتو قربانيانو مړي نن تر غرمې پورې ترلاسه شوي او فکر کېږي چې په لسګونو نور کسان به لادرکه وي.
کښتۍ په هغه جهيل کې ډوبه شوې چې شا و خوا يې تانزانيا، کينيا او يوګاندا هېوادونه دي.
په لومړنيو معلوماتو کې ويل شوي چې په دې کښتۍ کې تر ٣٠٠ ډېر کسان سپاره وو، خو د دوى دقيق شمېر لا معلوم نه دى.
د مطلب کود: 171201