کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اجراییه مشر د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې د ګډون لپاره امریکا ته لاړ

1 میزان 1397 ساعت 10:43



د حکومت اجراییه مشر، عبدالله عبدالله نن یکشنبه د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره امریکا ته لاړ

ټاکل شوې ده چې ښاغلی عبدالله د دې سرمشریزې په څنډه کې د ځينو هېوادونو له یو شمېر مشرانو او چارواکو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.
اجرییه ریاست په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی عبدالله د ملګرو ملتونو په درې اویایمه ناسته کې خبرې هم کوي.
له ښاغلي عبدالله سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او یو شمیر نور دولتي چارواکي مله دي.
 


د مطلب کود: 171285

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171285/اجراییه-مشر-د-ملګرو-ملتونو-سرمشریزه-کې-ګډون-لپاره-امریکا-ته-لاړ

آوا
  https://www.avapress.com