کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مسکو سوریې ته s-300 ډوله دفاعي راکټي یېستم ورکول پیل کړل

7 میزان 1397 ساعت 20:45

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، مسکو سوریې ته د (s-300) ډوله دفاعي راکټي سېستم ورکول پیل کړل.



سرګي لاوروف تېره ورځ ناوخته د ملګرو ملتونو په مقر کې د خبرو پر مهال وویل چې د روسیې د پوځي الوتکې تر سقوط وروسته، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په سپارښتنه د دغو راکټونو د ورکولو بهیر پیل شو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، دا تدابیر په سوریې کې د روسي سرتېرو د بشپړ خوندیتوب لپاره نیول شوي دي.
تر دې وړاندې واشنګټن او اسرائیل د دغه اقدام په اړه مسکو ته خبرداری ورکړی و.
 


د مطلب کود: 171740

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171740/مسکو-سوریې-ته-s-300-ډوله-دفاعي-راکټي-یېستم-ورکول-پیل-کړل

آوا
  https://www.avapress.com