کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار ولایت کې ولسي خلکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 میزان 1397 ساعت 9:33

د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې ولسي خلکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې له امله یې یو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې تېره ورځ د خوګیاڼی ولسوالی د ارغچ په سیمه کې د وسلوالو طالبانو او ولسي خلکو ترمنځ وسلواله نښته رامنځته شوې چی په ترڅ کې یې ۱ وسلوال طالب وژل شوی او ۲ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې همداشان د یادې ولسوالی کیلغو په سیمه کې د خانزالله په نوم ۱ تن وسلوال طالب له ۱ میل کلاشینکوف سره یوځای د سرحدی قواوو منسوبانوته تسلیم شوی دی.
د وسله والوطالبانو پ ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
 


د مطلب کود: 171761

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171761/په-ننګرهار-ولایت-کې-ولسي-خلکو-او-وسله-والو-طالبانو-ترمنځ-نښته-شوې

آوا
  https://www.avapress.com