دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 171761
په ننګرهار ولایت کې ولسي خلکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې
د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې ولسي خلکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې له امله یې یو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې تېره ورځ د خوګیاڼی ولسوالی د ارغچ په سیمه کې د وسلوالو طالبانو او ولسي خلکو ترمنځ وسلواله نښته رامنځته شوې چی په ترڅ کې یې ۱ وسلوال طالب وژل شوی او ۲ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې همداشان د یادې ولسوالی کیلغو په سیمه کې د خانزالله په نوم ۱ تن وسلوال طالب له ۱ میل کلاشینکوف سره یوځای د سرحدی قواوو منسوبانوته تسلیم شوی دی.
د وسله والوطالبانو پ ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqzazzt1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته