کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مشرانو جرګه: د افغانستان جګړه شخصي کول دردوونکې او د نه منلو وړ خبره ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 میزان 1397 ساعت 10:37

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس او ځیني غړي بلک واټر کمپني ته د افغانستان جګړې د سپارلو له طرحې سره مخالفت وکړ.



د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار وایي ”د افغانستان جګړه شخصي کول دردوونکې او د نه منلو وړ خبره ده، موږ د امریکا حکومت سره ستراتیژیک تړون لرو نه د هغوی شخصي او جنګي کمپنیو سره، افغان حکومت باید دې موضوع ته جدي پام وکړي ځکه د جګړې شخصي کول نه یوازې د هیواد آن د سیمې په زیان هم ده او باید په پوره هوښیارۍ سره دې موضوع ته پاملرنه وکړي. “
هغه زیاته کړه ”همدا راز د امریکا حکومت دې هم تیرې ناکامې تجربې بیا نه تکراروي او د افغانستان سره دې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي. “
د راپورونو له مخې، د بلک واټر په نوم د خصوصي جنګي کمپني رئیس ایرېک پرنس شاوخوا یو کال مخکې دغه طرحه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندې کړې وه.
نومړی څو ورځې مخکې له یو ټلویزیون سره د مرکې پر مهال یو ځل بیا د افغانستان د جګړې پر خصوصي کولو ټینکار وکړ او زیاته یې کړه چې دروانو جکړو د ژر پای ته رسېدو غوره لاره د جګړې خصوصي کول دي.
 


د مطلب کود: 171850

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171850/مشرانو-جرګه-د-افغانستان-جګړه-شخصي-کول-دردوونکې-او-نه-منلو-وړ-خبره-ده

آوا
  https://www.avapress.com