دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 171850
مشرانو جرګه: د افغانستان جګړه شخصي کول دردوونکې او د نه منلو وړ خبره ده
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس او ځیني غړي بلک واټر کمپني ته د افغانستان جګړې د سپارلو له طرحې سره مخالفت وکړ.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار وایي ”د افغانستان جګړه شخصي کول دردوونکې او د نه منلو وړ خبره ده، موږ د امریکا حکومت سره ستراتیژیک تړون لرو نه د هغوی شخصي او جنګي کمپنیو سره، افغان حکومت باید دې موضوع ته جدي پام وکړي ځکه د جګړې شخصي کول نه یوازې د هیواد آن د سیمې په زیان هم ده او باید په پوره هوښیارۍ سره دې موضوع ته پاملرنه وکړي. “
هغه زیاته کړه ”همدا راز د امریکا حکومت دې هم تیرې ناکامې تجربې بیا نه تکراروي او د افغانستان سره دې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي. “
د راپورونو له مخې، د بلک واټر په نوم د خصوصي جنګي کمپني رئیس ایرېک پرنس شاوخوا یو کال مخکې دغه طرحه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندې کړې وه.
نومړی څو ورځې مخکې له یو ټلویزیون سره د مرکې پر مهال یو ځل بیا د افغانستان د جګړې پر خصوصي کولو ټینکار وکړ او زیاته یې کړه چې دروانو جکړو د ژر پای ته رسېدو غوره لاره د جګړې خصوصي کول دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmznzv23nq6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته