دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 184714
مشرانو جرګه: د ۱۷۵ طالب بندیانو خوشې کېدل په دې مانا ده چې مونږ ځانمرګې بریدګر خوشي کوو
د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وایي چې، ولسمشر غني باید ۱۷۵ طالب بندیانو د خوشي کېدو پرېکړې په اړه یو ځل بیا غور وکړي.
یو شمېر سناتوران وایي چې، د ۱۷۵ طالب زندانیانو خوشي کېدل چې د امنیتي ځواکونو هڅي سره نیول شوي دي، د یو ۱۷۵ ځانمرګو بریدګرو د خوشې کېدو په مانا دي.
د مشرانو جرګي لومړی مرستیال ټینګار کوي چې، د دغه زندانیانو خوشي کېدو په صورت کې د زرګونه هېوادوالو ژوند به له ګواښ سره مخ شي.
همهاله د مشرانو جرګي منشي وایي چې طالبان په هېواد کې د سولې او پخلایني په لټه کې ندي او له امریکایي استازو سره خبرو کې یوازې د امتیاز اخیستو په هڅه کې دي.
افغان حکومت او هیوادوالو پدې هیله وو چې، د روژې میاشتې په راتګ سره به اوربند اعلان شي او یا هم لږه تر لږه د جګړې کچه به راټېټه شي، خو له تمې خلاف، نه یوازې چې اوربند اعلان نه شو بلکې په هیواد کې جګړې زور واخیست.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علیم ایزدیار وویل: « مونږ هیله لرو چې ولسمشر غني د ۱۷۵ طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه یو ځل بیا غور وکړي، دا پدې مانا ده چې مونږ ۱۷۵ ځانمرګې بریدګر خوشي کوو.»
د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق وایي چې، په طالبانو هیڅ ډول باور نه دی پکار، دوی دین او اسلامي ارزښتونو ته ژمنتیا نلري.
عبدالله قرلق وویل: « دوی وایي چې زمونږ جګړه له اشغال ګرو سره ده، هغه کسان چې د بغلان او کابل په پیښو کې ووژل شول؛ کوم یو یې اشغال ګر و؟ دوی په ډیره مینه او دلچسپۍ له امریکایانو سره کیني خبرې کوئ، خو له افغانانو، مسلمانانو او دیني علماو سره نه کیني.»
یو شمېر سناتوران ټینګار کوي چې، تر څو چې پاکستان په رښتینې ډول د طالب وسله والو له ملاتړ لاس وانخلي په هیواد کې سوله نه راځي.
سناتور محی منصف وویل: « ترڅو چې پاکستان ونغواړي، دوی د سولې پروسې سره نه یوځای کیږي ځکه چې مونږ ټولو ته مالومه ده چې د طالبانو دفترونه، کورنۍ او سوداګریز راشه درشه په پاکستان کې دي.»
سناتور ګل احمد اعظمي وویل: «پاکستان باید د یوه ګاونډي هیواد په توګه کلک تعهد ورکړي چې، د دوی د تعهد ضمانت باید نړیواله ټولنه او نورو پیاوړي هیوادونه وکړي. لدې پرته د افغانستان جګړه نه ختمیږي.»
سناتوران له امنیتي ځواکونو غواړي چې، د طالب وسله والو د بریدونو په وړاندې غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار هم یادې موضوع ته په اشارې وایي چې، د مشرانو جرګه او دارالنشا د ګډې همغږۍ له مخې یوه عمومي ناسته کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6yn6y49na01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته