کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مولانا سمیع الحق د افغان علماو او طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو وړاندیز کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 میزان 1397 ساعت 14:17

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا سمیع الحق د افغان علماو او وسله والو طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو وړاندیز کړی دی.



د حقانیې مدرسې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د افغان علماو او د سولې عالي شورا یوه پلاوي د یکشنبې په ورځ له مولانا سمیع الحق سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان علماو او د سولې عالي شورا غړو له مولانا سمیع غوښتي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، مولانا سمیع د افغان پلاوي د غوښتنې په ځواب کې د افغان علماو او وسله والو طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو وړاندیز کړی دی.
مولانا سمیع الحق دا هم ویلي، چې افغان چارواکي، پخواني جهادي مشران او وسله وال طالبان باید له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو په اړه یوې موافقې ته ورسېږي.
د سولې عالي شورا او د افغانستان د علماو سرتاسري شورا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
 


د مطلب کود: 171919

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171919/مولانا-سمیع-الحق-د-افغان-علماو-او-طالبانو-ترمنځ-پټو-خبرو-اترو-وړاندیز-کړی

آوا
  https://www.avapress.com