کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د شل میلیونه ډالرو په لګښت د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې دوهمه برخه جوړېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 میزان 1397 ساعت 14:30

په پلازمېنه کابل کې د شل میلیونه ډالرو په ارزښت د خان سټیل د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې دوهمه برخه جوړېږي.



د خان سټیل د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې د دوهمې برخې د بنسټ ډبره پرون د کابل په صنعتي پارکونو کې کېښودل شوه.
د خان سټیل د فابریکې رئیس وایي د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې د دوهمې برخې د جوړولو کار به په دریو میاشتو کې بشپړ شي او زرو تنو د کار زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړه، چې د خان سټیل د اوسپنې فابریکې د دوهمې برخې په پرانیستلو سره به د تعمیراتي ګول سیخ او د ګاډرو تولید هم پیل کړي.
له دې مخکې د خان سټیل د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې لومړی برخه د روان میلادي کال د جنوري په میاشت کې پرانیستل شوی و.
د فابریکې رئیس خان محمد وردک تردې مخکې ویلي و، چې د خان سټیل فابریکې د فعالیت له پيلیدو سره به په ساختماني برخه کې د هېواد ۳۰ فیصده اړتیاوې پوره کړي.
 


د مطلب کود: 171984

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171984/کابل-کې-د-شل-میلیونه-ډالرو-په-لګښت-اوسپنې-ویلې-کولو-فابریکې-دوهمه-برخه-جوړېږي

آوا
  https://www.avapress.com