د خان سټیل د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې د دوهمې برخې د بنسټ ډبره پرون د کابل په صنعتي پارکونو کې کېښودل شوه.
د خان سټیل د فابریکې رئیس وایي د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې د دوهمې برخې د جوړولو کار به په دریو میاشتو کې بشپړ شي او زرو تنو د کار زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړه، چې د خان سټیل د اوسپنې فابریکې د دوهمې برخې په پرانیستلو سره به د تعمیراتي ګول سیخ او د ګاډرو تولید هم پیل کړي.
له دې مخکې د خان سټیل د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې لومړی برخه د روان میلادي کال د جنوري په میاشت کې پرانیستل شوی و.
د فابریکې رئیس خان محمد وردک تردې مخکې ویلي و، چې د خان سټیل فابریکې د فعالیت له پيلیدو سره به په ساختماني برخه کې د هېواد ۳۰ فیصده اړتیاوې پوره کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)