کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ښار کې غبرګو چاودنو ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 میزان 1397 ساعت 14:37

امنیتي چارواکي وایي په پلازمېنه کابل ښار کې نن د دوو بمي چاودنو له امله لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي او شاوخوا ۹ نور تپیان دي.



د کابل د امنیه قوماندانی ویاند بصیر مجاهد وایي، پیښه نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د ښاغلي مجاهد په خبره، لومړی چاودنه د سړک غاړې د ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده چې په ترڅ کې یې د پولیسو یوه افسر وژل شوی.
هغه زیاته کړه، چې دوهمه چاودنه هغه مهال وشوه کله چې پولیس او خلک د لومړي برید په ځای کې راغونډ شول.
د ښاغلي مجاهد په وینا، په دوهمه چاودنه کې د پولیسو یوه افسر وژل شوی او د ۳ ملکي وګړو او ۶ پولیسو په ګډون ۹ کسان تپیان دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د پیښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 


د مطلب کود: 172115

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172115/کابل-ښار-کې-غبرګو-چاودنو-۱۱-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com