کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې پاکستان قونسلګری سر له نن څخه ویزو ورکولو لړی پیلوی

15 میزان 1397 ساعت 11:17

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي په پام کې ده چې په جلال اباد کې د پاکستان قونسګلری سر له نن د ویزو ورکول لړی پیل کړي.



د ننګرهار ولایت مقام له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ د بهرنیو چارو وزارت سره تر هوکړې د ولایتي ادارې له لورې د جوړ شوي پلان له مخې سبا یکشنبه د ویزو ورکولو لړۍ پیل کوي .
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې پلان له مخې د پاکستان هېواد د ویزو ټول اخیستونکي د ځانګړي جدول له مخې د تابعت تذکرې، ډک شوي فورم او خپل پاسپورت سره یو ځای سراج العمارت بڼ کې د پارکینګ څېرمه د مسؤلینو له لورې تنظیم او د ویزو اخیستو په موخه په منظم ډول لیږل کیږي .
د ولایت مقام په وینا، د جوړ شوي جدول له مخې به سبا یکشنبه یوآخې د روداتو، پچیراګام، چپرهار ،حصارک ،خوږیاڼو او د شیرزادو ولسوالیو تذکرو لرونکو ته ویزې ورکړل شي .
 


د مطلب کود: 172165

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172165/ننګرهار-کې-پاکستان-قونسلګری-سر-له-نن-څخه-ویزو-ورکولو-لړی-پیلوی

آوا
  https://www.avapress.com