کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزنی کې ده یک ولسوالۍ باندی طالبانو برید په شاټمبول شوې ده

17 میزان 1397 ساعت 18:08

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، په ده‌یک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوځي مرکز د وسله‌والو طالبانو حمله ناکامه شوې ده.



ښاغلی نوری په دی اړه ویلی دی، چې وسله‌والو طالبانو نن سهار په ده‌یک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر مرکز حمله وکړه، خو بېرته وتښتېدل.
خو د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې په ده‌یک کې یې د ملي اردو مرکز نیولی او د ملي اردو ۳۰ عسکر يې وژلي دي.
دا ادعا حکومت نه‌ده تأیید کړې.
د غزني د والي ویاند ویلي چې په ده‌یک ولسوالۍ کې په نننۍ حمله کې د ملي اردو یو عسکر وژل شوی او ۳ تنه زخمیان شوي دي.


د مطلب کود: 172291

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172291/غزنی-کې-ده-یک-ولسوالۍ-باندی-طالبانو-برید-په-شاټمبول-شوې

آوا
  https://www.avapress.com