کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان د افغان سولې لپاره د همکاریو ډاډ ورکړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 میزان 1397 ساعت 11:57

د پاکستان حکومت له امریکا سره منلې چې د افغانستان لانجې د سیاسي حل لپاره به خپله ونډه ترسره کړي.



د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې سلاکار زلمي خلیلزاد سره ژمنه کړې چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا هڅو سره به همکاري وکړي.
هغه ویلي چې اسلام اباد په افغانستان کې د سولې ټینګښت او د جګړې پای لپاره د امریکا له هڅو هرکلی کوي.
خلیلزاد هم ویلي چې امریکا چمتو ده چې په سیمه کې د سولې یو موخې ته رسیدو په برخه کې له پاکستان سره کار وکړي.
په ورته وخت کې په پاکستان کې د افغانستان سفیر وايي واشنګټن له هر وخت اوس ډیر د افغانستان سولې په ټینګښت کې جدي چلند کوي.
زلمی خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د خبرو لپاره پاکستان ته تللی دی.
 


د مطلب کود: 172317

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172317/پاکستان-د-افغان-سولې-لپاره-همکاریو-ډاډ-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com