کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی جبل السراج - نجراب سړک لومړۍ فاز پرانیست

23 میزان 1397 ساعت 13:57

ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار پروان ولایت ته ورسېد.


 ولسمشر غنی پروان ته خپل سفر کې  لومړی د جبل السراج – نجراب سړک لومړی فاز پرانېست.

دغه سړک ۲۲.۴۸ کیلومتره اوږد لري چې د اسیا پراختیایي بانک په مالي لګښت په اساسي ډول قیر شوی.
دغه شان ولسمشر وروسته د باریک اب صنعتي او کرنیز پارک هم پرانېست چې په ۱۰۲۵ جریبه ځمکه جوړ شوی، تر اوسه یې۳۴۰ نمرې پر صنعتکارانو وېشل شوي دي.
ټاکل شوې چې ولسمشر د دغه سفر په ترڅ کې د جبل السراج د ارګ له ودانیزو چارو څخه د لیدنې ترڅنګ د دغه ولایت له ملکي، نظامي او بېلابېلو اقشارو له استازو سره جلا کتنې ولري.
 


د مطلب کود: 172565

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172565/ولسمشر-غنی-جبل-السراج-نجراب-سړک-لومړۍ-فاز-پرانیست

آوا
  https://www.avapress.com