کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۴ ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۳۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 میزان 1397 ساعت 10:52

په افغانستان کې میشت ائتلافي ځواکونو د غزني ولایت په دوو ولسوالیو کې د دولت ضد وسله والو په دوو اهدافو باندې هوایي بریدونه ترسره کړي چې له امله یې د ۴ ځانمرګو بریدګرو په ګډون شاوخوا ۳۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په جنوب ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې ائتلافي ځواکونو د قره باغ ولسوالی په قربان سیمه کې د وسله والو یوه عراده تونس ډوله موټر په نښه کړه چې په پایله کې یې څلور ځانمرګي بریدګر وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ائتلافي ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د آب بند ولسوالی په چورې کلي سیمه کې هم هوایي بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې یې د ظریف کوچي ډلې اړوند ۱۹ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو په وینا، په دغو هوایي بریدونو کې د وسله والو یوه عراده رنجر او یوه عراده تونس ګاډي هم لمنځه تللي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 172641

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172641/د-۴-ځانمرګو-بریدګرو-په-ګډون-۳۰-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې-ده

آوا
  https://www.avapress.com