په جنوب ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې ائتلافي ځواکونو د قره باغ ولسوالی په قربان سیمه کې د وسله والو یوه عراده تونس ډوله موټر په نښه کړه چې په پایله کې یې څلور ځانمرګي بریدګر وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ائتلافي ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د آب بند ولسوالی په چورې کلي سیمه کې هم هوایي بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې یې د ظریف کوچي ډلې اړوند ۱۹ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو په وینا، په دغو هوایي بریدونو کې د وسله والو یوه عراده رنجر او یوه عراده تونس ګاډي هم لمنځه تللي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)