کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ او سرپل ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 میزان 1397 ساعت 18:01

د افغانستان په شمال کې د ملي پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي په بلخ او سرپل ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوي چې په پایله کې یې شاوخوا ۲۵ سله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د سې شنبې په سهار شاوخوا ۴:۳۰ بجې د سرپل ولایت مرکز په تربلاق سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال ۳ وسله وال وژل شوی او ۶ نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه نښته کې د وسله والو پنځه موټرسایکلونه هم لمنځه تللي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، د بلخ ولایت د چمتال ولسوالی اړوند په قشقار کلي کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوې چې په پایله کې یې ۴ وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 172674

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172674/په-بلخ-او-سرپل-ولایتونو-کې-د-امنیتي-ځواکونو-وسله-والو-ترمنځ-نښتې-شوي

آوا
  https://www.avapress.com