کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د داعشیانو نومول شوی قاضي په ګډون ګڼ وسله وال وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 میزان 1397 ساعت 10:44

د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالی کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې د داعشیانو نومول شوی قاضي په ګډون ګڼ وسله وال وژل شوي دي.


د ننګرهار ولايت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې د اچين ولسوالۍ اړوند د باندر په جمال خيلو، ديوانه بابا، کنډرو او چنار کلي کې د ملي امنيت ځانګړې ځواکونو عمليآت کړي، چې په ترڅ کې يې د دولس داعش وسله والو وژل کېدو ترڅنګ د دوی څلور مرکزونه لمنځه وړل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شويو کې د داعش ډلې يو مهم قومندان او قاضي ولي الله منصور مشهور په ياسر هم وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د خبرپاڼې له مخې، د عملیاتو په ترڅ کې د داعش وسله والو يو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملياتو پرمهال ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيآن ندی اوښتی.
 


د مطلب کود: 172694

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172694/په-ننګرهار-کې-د-داعشیانو-نومول-شوی-قاضي-ګډون-ګڼ-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com