کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رای ورکوونې پروسه هرات ځینو سیمو کې د یو ساعت ځنډیدو وروسته پیل شوه/ رای ورکوونې مراکزو کې ښځو فعال حضور

28 میزان 1397 ساعت 9:55

رای ورکوونې پروسه په ټول هیواد کې نن سهار ۷ بجی شروع شوه خو هرات ښار ځینو سیمو کې د امکاناتو نه شتون او هم مسؤولینو او ناظرانو بی تجربګی له امله لږ څه وځنډیدله.



 
د آوا په ګزارش سره، ډیر شمیر ښځې او نارینه د تذکره په درلودلو سره رای ورکوونې مراکزو ته حضور پیدا کړی ترڅو پارلمان کې خپلو حقوقو څخه دفاع وکړی.
هرات اوسیدونکې وایی چی رای ورکوونې پورسه همداډول په کندی او سسته توګه مخته ځی، امان لری چی ډیر شمیر خلګ ونه شی کولای خپل نظر وړ کاندیدانو ته رایه ورکړی.
له بل لوری د ښځو حضور په دی پروسه کې دا شکاره کوی هغوی هم د اوسنۍ وضعیت څخه لوړه پوهه ترلاسه کړی ده.
سارا حسینی، یو تن د هغه ښځو څخه دی چی لومړۍ ځل لپاره په دی پروسه کې ګډون کوی.
هغه وایی چی ښځې باید حضور یی فعاله وی ترڅو وکولای شی ټاکنې وکړی او خپل حقوق څخه دفاع وکړی.
محمد حسین د هرات یو تن اوسیدونکې وایی چی سهار د رای ورکوونکې په لاین کې دریدلی خو اوس چی نوبت یی رسیدلی دی، د هغه نوم پسی ګرځی.
د کارکوونکو ترمنځ هماهنګی نه شتون د خلګو ږغ پورته کړی دی.
همدارنګه آوا خبرنګار سره خلګ په تماس کې ویلی دی چی رای ورکوونکو لیست په ځینو سیمو کې په غلطی سره استول شوی دی.
دا په داسی حال کې دی چی خلګ فوج فوج رای ورکوونې مراکزو ته مراجعه کوی او که دا پروسه همداسی په کندی سره مخته لاړ شی، امان لری دا پروسه تر څو نورو ورځو پوری ادامه ولری او یا هم هم ځینی خلګ ونه شی کولای چی خپل رایه وکاروی.
 


د مطلب کود: 172775

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172775/د-رای-ورکوونې-پروسه-هرات-ځینو-سیمو-کې-یو-ساعت-ځنډیدو-وروسته-پیل-شوه-مراکزو-ښځو-فعال-حضور

آوا
  https://www.avapress.com