کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سپین بولدک ولسوالی په څنډو کې افغان او پاکستانی پوځیانو ترمنځ نښته شوی

28 میزان 1397 ساعت 18:51

د افغانستان په سوېل کې د ملي پوځ چارواکي تائیدوي چې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالی په څنډو کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ تازه نښتې پیل شوي.



په سوېل کې د ملي پوځ د ۲۰۵ میوند قول اردو یوه سرچینه وایي د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ تازه نښتې د سروڅاهانو په سیمه کې پیل شوې دي.
سرچینه زیاتوي، چې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ تازه نښته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې اغزن تار د لګولو پر سر پیل شوې ده.
د سرچینې په وینا، د دواړو خواوو ترمنځ خال خال نښتې لا هم دوام لري خو زیاته یې کړه چې جګړه تیزه نه ده.
د یادونې وړ ده چې افغان ځواکونو تېره اوونی هم د سروڅاهانو په سیمه کې له پاکستاني پوځیانو سره د اغزن تار د لګولو پر سر جګړه کړې وه.
 


د مطلب کود: 172834

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172834/سپین-بولدک-ولسوالی-په-څنډو-کې-افغان-او-پاکستانی-پوځیانو-ترمنځ-نښته-شوی

آوا
  https://www.avapress.com