کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مزار شریف کې د ولسی جرګی یوه نوماند څلور ټاکنیزو څارونکو جسدونه موندل شوی

29 میزان 1397 ساعت 16:07

د بلخ سیمه ییز چارواکي وایي د دې ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې یې د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي.



د بلخ امنیه قوماندانی ویاند شیرجان دراني وایي دغه کسان د بلخ ولایت د نهر شاهي ولسوالی په مربوطاتو کې وژل شوي دي.
بلخوا یوه امنیتي سرچینه وایي وژل شوي کسان د ولسي جرګې د یوه نوماند څارونکي وو چې د وسله والو له لوري تر تښتولو وروسته وژل شوي او جسدونه یې مزاشر شریف ښار ته لېږدول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې دغه کسان تېره ماښام ناوخته د نهر شاهي ولسوالی اړوند د افغانیه مېنې له مربوطاتو څخه د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وو.
تر اوسه کوم چا یا ډله د یادو کسانو د وژلو مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 


د مطلب کود: 172888

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172888/په-مزار-شریف-کې-د-ولسی-جرګی-یوه-نوماند-څلور-ټاکنیزو-څارونکو-جسدونه-موندل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com