کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر جنرال عبدالرازق د برید په اړه د ملي امنیت ریاست تازه موندنې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 میزان 1397 ساعت 16:20


د افغانستان د ملي امنیت ریاست مشر معصوم ستانکزي وایي د کندهار د خونړی پېښې په تړاو ۱۵ کسان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا نیول شوي.
ښاغلي ستانکزي کندهار ولایت د خبل سفر پر مهال په یوه خبرې ناسته کې وویل، چې پر جنرال عبدالرازق بریدګر د جعلي نوم او پېژند پاڼې او شخصي تضمین پر مټ د کندهار والي د ساتونکی په توګه په دنده ګمارل شوی و.
د ملي امنیت ریاست مشر زیاته کړه، چې نوموړی بریدګر له بریده شاوخوا پنځه دقیقې مخکې له پولې هاخوا له ځینو کسانو سره د ټیلیفوني تماس له لارې خبرې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د تیرې پنجشنبې په ورځ په یوه برید کې ووژل شو.
په دغه برید کې د کندهار د ملي امنیت ریاست مشر جنرال عبدالمومین حسین خیل هم ووژل شو.
په افغانستان کې وسله والو طالبانو پر جنرال عبدالرازق د برید پړه منلې ده.
 


د مطلب کود: 172942

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172942/پر-جنرال-عبدالرازق-د-برید-په-اړه-ملي-امنیت-ریاست-تازه-موندنې

آوا
  https://www.avapress.com