کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی د جنرال رازق کورنۍ سره غم شریکی لپاره کندهار ته تللی

1 عقرب 1397 ساعت 12:51

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشری نن له غرمې مخکې کندهار ولایت ته ورسېد.



له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ”د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د کندهار د مخکېني امنیه قومندان ستر پاسوال عبدالرازق پر شهادت د نوموړي کورنۍ، د کندهار ولسونو او مشرانو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ لپاره د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن له غرمې مخکې کندهار ته ورسېد. “
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د تیرې پنجشنبې په ورځ په یوه برید کې ووژل شو.
په دغه برید کې د کندهار د ملي امنیت ریاست مشر جنرال عبدالمومین حسین خیل هم ووژل شو.
په افغانستان کې وسله والو طالبانو پر جنرال عبدالرازق د برید پړه منلې ده.
 


د مطلب کود: 172964

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172964/ولسمشر-غنی-د-جنرال-رازق-کورنۍ-سره-غم-شریکی-لپاره-کندهار-ته-تللی

آوا
  https://www.avapress.com