دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 172964
ولسمشر غنی د جنرال رازق کورنۍ سره غم شریکی لپاره کندهار ته تللی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشری نن له غرمې مخکې کندهار ولایت ته ورسېد.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ”د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د کندهار د مخکېني امنیه قومندان ستر پاسوال عبدالرازق پر شهادت د نوموړي کورنۍ، د کندهار ولسونو او مشرانو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ لپاره د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن له غرمې مخکې کندهار ته ورسېد. “
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د تیرې پنجشنبې په ورځ په یوه برید کې ووژل شو.
په دغه برید کې د کندهار د ملي امنیت ریاست مشر جنرال عبدالمومین حسین خیل هم ووژل شو.
په افغانستان کې وسله والو طالبانو پر جنرال عبدالرازق د برید پړه منلې ده.
 
https://avapress.com/vdcepw8zejh8foi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته