دخپریدو نیټه :جمعه ۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 201677
ولسمشر غنی د داووس ناستې په لړ کې: خلګ د افغانستان څخه امریکا وتلو سره مشکل نه لری
ولسمشر وویل: د افغانستان خلګ د امریکایی ځواکونو وتلو سره مشکل نه لری، خو مذاکره یی په اړه هم مهم دی او که دا مذاکره د طالبانو سره وی، د نورو جګړو رامنځته کېدو سبب به شی او که افغانستان حکومت سره وی نو د مدیریت وړ دی.

 
 
محمد اشرف غنی د افغانستان ولسمشر نن د اقتصاد نړیوال مجمع ناستی په لړ کې د سویس په داووس ښار کې، بین المللی ارشد رسنیو خبرنګارانو سره د جاری وضعیت، سولې پروسی، حکومتداری، اصلاحات، فساد سره مبارزه او افغانستان نقش د سیمه ییز همکاریو پراختیا باندی بحث وکړ.
 
په دی ناسته کې، ولسمشر د افغانستان پرمختګونو تشریح ترڅنګ وویل چی افغانستان فقیر نه دی، زموږ هیواد موقعیت ددی لامل شوی دی چی د ګاز، بریښنا انرژی او نوری فایبر پایپونو لیږد پروسه د افغانستان څخه ادامه پیدا کړی او همدارنګه زموږ هیواد د طبیعی سرمایو بلاخصوص لمریز انرژی تولید څخه برخمن دی.
 
ولسمشر غنی د افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتلو په اړه د یو پوښتنې په ځواب کې وویل چی افغانستان خلګ امریکایی ځواکونو وتلو سره مشکل نه لری، خو مذاکره یی په اړه هم مهم دی او که دا مذاکره د طالبانو سره وی، د نورو جګړو رامنځته کېدو سبب به شی او که افغانستان حکومت سره وی نو د مدیریت وړ دی.
 
ولسمشر غنی وویل: موږ اوربند غواړو چی اوربند د طالبانو سره په ۲۰۱۷ کال کې موږ ته اجازه راکړه ترڅو سولې په لاره حرکت وکړو او دا اوربند ۹۸ سلنه اغیزمنده وه.
 
هغه زیاته کړه: د افغانستان خلګ د جګړی ختمیدو غوښتونکې دی، د تاوتریخوالی کمېدل نتیجه نه ورکوی، خو اوربند ددی شکاره کوونکې دی چی افغانان سیاسی دیالوګ ته یو حقیقی تعهد لری.
 
ولسمشر وویل چی افغانستان حکومت لپاره کلیدی موضوع خودکفایی دی او افغانستان اوبه د مدیریت په حال کې دی او موږ د یو پنځه کلن پلان په اساس چی په لاس کې لرو، کولای شو وچکالی مهار کړو.
 
هغه وویل چی افغانستان خلګ شاته نه ګرځی او که طالبان داباندی هڅه وکړی، زموږ ټولنې لپاره قبول وړ نه دی.
 
 
https://avapress.com/vdciyzaryt1auq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته