کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکایی ځواکونو په نورستان کې طالبانو باندی هوایی بریدونه کړی

2 عقرب 1397 ساعت 16:33

په افغانستان کې مېشت امریکایي خواکونو په نورستان ولایت کې پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه ترسره کړی، چې په پایه کې یې شپږ وسله وال وژل شوي دي.



د افغانستان په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکې تېره ورځ د نورستان ولایت نورګرام ولسوالی د ګنده لبوک په سیمه کې په وسلوالو طالبانو باندې هوایي برید ترسره کړی چې په ترڅ کې یې شپږ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
نورستان د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو، القاعده او نورو وسله والو ډلو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
 


د مطلب کود: 173038

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173038/امریکایی-ځواکونو-په-نورستان-کې-طالبانو-باندی-هوایی-بریدونه-کړی

آوا
  https://www.avapress.com