راپورونه وایی، لغمان کې د دولت مخالفانو له لوري د برېښنا شرکت برمته شوي کارکوونکي خوشي شوي دي.
لغمان کي در بريښنا شرکت تښتول شوي ۱۳ کارکوونکي خوشی شول
6 عقرب 1397 ساعت 23:30
راپورونه وایی، لغمان کې د دولت مخالفانو له لوري د برېښنا شرکت برمته شوي کارکوونکي خوشي شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د لغمان ولایت د والي ویاند اسدالله دولتزی نن ورځ په دی اړه رسنیو ته وویل، د برېښنا شرکت ۱۳ تنه کارکوونکي ۲ اوونۍ وړاندې د دغه ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې نیول شوي وو.
سرچینو ویلی، د یاد شرکت یاد ۱۳ تنه فني او تخنیکي کارکوونکي په دغه ولسوالۍ کې د برېښنا د پرې شوي لینونو ترمیم لپاره تللی وو.
دوی وایی، چې دغه کارکوونکي د قومي مشرانو په مرسته د شنبي په ورځ خوشي شول.
د مطلب کود: 173210