کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اندونیزیا یوه مسافر وړونکې الوتکه غورځېدلې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 عقرب 1397 ساعت 12:51

د اندونیزیا چارواکي وايي، د دې هېواد یوه مسافر وړونکې الوتکه نن د داخلي پروازونو پر مهال په سوماترا ټاپو کې غورځېدلې ده.


چارواکو ویلي، په ۷۳۷ بوینګ ډوله الوتکه کې د عملې په ګډون ۱۸۸ کسان سپاره وو او وېره ده چې ټول وژل شوي دي.
د اندونیزیا د ژغورنې ملي ادارې د دې مسافر وړونکې الوتکې غورځېدل تأیید کړي دي.
الوتکه له پایتخت جاکاراتا څخه پانګکل پینانګ ښار ته روانه وه.


د مطلب کود: 173225

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173225/د-اندونیزیا-یوه-مسافر-وړونکې-الوتکه-غورځېدلې

آوا
  https://www.avapress.com