کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار ولایت کې مالدارانو ته حیواني خوو وېش بهیر پیلیږی

7 عقرب 1397 ساعت 18:07

د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست نن دوشنبه په دغه ولایت کې پر زرګونه مالدارانو د حیواني خوړو د وېشلو بهیر پیلوي.



د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس سید حفیظ‌الله سیدي رسنیو  ته وویل چې په ټوله کې به ۱۷ سوه مټریک ټنه حیواني خواړه د کندهار ولایت د مرکز په ګډون د دغه ولایت په ۱۸ ولسوالیو کې په مالدارانو ووېشل شي.
د ښاغلي سیدي په خبره دا چې د وچکالۍ له کبله د کندهار ولایت د مالدارۍ سکټور ډېر زیانمن شوی، نو د دغو مرستو له لارې به د مالدارۍ سکټور کې ښه‌والی راشي.
د نوموړي په خبره د دغو حیواني خوړو په وېشلو سره به په کندهار ولایت کې د حیواني محصولاتو کچه هم لوړه شي.


د مطلب کود: 173249

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173249/کندهار-ولایت-کې-مالدارانو-ته-حیواني-خوو-وېش-بهیر-پیلیږی

آوا
  https://www.avapress.com